د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, Jun 20 2023 11:37 AM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱ نېټه د دوشنبي په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه

په دغې ناسته کې، د دعوا لاندې پر ځمکې د یو لوري له خوا د پستې نیالګیو کینولو په اړه د د ملمنجي او کندلان قومونو دعوا، بررسي شوه او هيئت له داوړو لورو څخه سندونه او شرعي مدارک وغوښتل. یاد هیئت، له دغې ځمکې څخه د مالکانه ګټه اخیستنه منع کړه او ساحې ته د هیئت ورتګ پورې د سندونو تطبیق پرې وځنډول.

په دغې ناسته کې، ملمنجي کلي کې د دوو نورو اشخاصو او د بالامرغاب ولسوالۍ په تنګي بزبای ساحه کې د یو شخص د یوې ټوټې ځمکې موضوع هم بررسي شوه او پریکړه وشوه چې هیئت له ساحې څخه څخه له نږدې لیدنه وکړي.

په همدې حال کې جوند ولسوالۍ ته د تخنیکي هیئت د سفر د راپور په اساس چې تېره اوونۍ ترسره شو، دغه هیئت د یادې ولسوالۍ د ریګي کوریچ د چاهک سیمه بررسي کړه او د عامه څړځای لایحه یې په ساحه کې تطبیق کړه.

په همدې توګه تخنیکي هیئت د عباسیو، ششمنیو او تایمنیو قومونو شخړه بررسي کړه او د قادس او جوند ولسوالیو له سیمه ییزو مسؤلینو او د یادو شویو قومونو له مشرانو سره وکتل. د قومونو مشرانو وویل چې زموږ شخصي ځمکې د عامه څړځای ساحې برخه نیول شوې ده. یاد هیئت د استعلام په ترڅ کې له هغوی څخه سندونه او شرعي مدارک وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS