د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره د یاد ولایت په مقر کې جوړه شوه او هیئت په کې د مرکز شمټیو ساحې له اوسیدونکو سره چې هغوی ادعا لري، د هغوی هدیره د یو شخص له لوري غصب شوې، لیدنه وکړه او پریکړه وکړه چې د هغوی د مقابل لوري له احضاریدلو څخه وروسته به د مدعی بها ځمکې په اړه تصمیم ونیول شي.
په دغې ناسته کې، پنج پای ساحه کې پر امارتي ځمکه د دوو اشخاصو ترمنځ د شخړې په اړه بحث وشو او د دواړو لورو څرګندونې واوریدل شوې او پریکړه وشوه چې هیئت له نږدې څخه د ساحې لیدنه وکړي.
دغه راز هیئت د مرکز په کوټه طور کې د استوګنې نمرو مدافع وکیل او د نوموړي له مقابل لوري سره وکتل او هغوی ته یې لازم معلومات ورکړل. دغه راز د لغمان مرکز تعمیر کلي کې د استوګنو نمرو پر سر د شخړې د موضوع مدعی او مدعی علیه وغوښتل شول او له هغوی سره د هغوی اړوندې موضوع په اړه خبرې وشوې. هیئت پریکړه وکړه چې دغه موضوع ښاروالۍ ته راجع شي ځکه چې مدعی بها ځمکه د ښاروالۍ پلاني ساحه ده.
یاد شوي هیئت تر راتلونکې غونډې پورې ځینو ساحو د سفر په اړه هم خبرې وکړې او لازم تصمیم ونیو.
