د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د هیئت رئیس پکتیا ولایت ته د خپل سفر او په یوې رسمې ناسته کې د ګډون په اړه خبرې وکړې او لازم معلومات یې د هیئت له غړو سره شریک کړل.
یاد شوي هیئت د صبرۍ له ښاروال او مشرانو، د ځینو نورو ساحو له قومي مشرانو او د کاروان سرای، صحرا باغ او نورو ساحو د دوسیې اړوندو اشخاصو او له یو شمېر نورو اشخاصو سره هم په جلا توګه وکتل او د هغوی اړوندو موضوعاتو په اړه له هغوی سره خبرې وکړې.
یاد شوي هیئت له ابتدائې محکمې څخه د یوې استول شوې دوسیې له لورو سره هم خبرې وکړې چې وروسته به یې په اړه لازم تصمیم ونیول شي. دغه راز هیئت د راتلونکې غونډې او ساحو ته د دغه هیئت د سفر په اړه بحث وکړ او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول.