ارګو ولسوالۍ ته د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت سفر

hayat_admin
Mon, Jun 19 2023 10:42 AM
.

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت ارګو ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي  او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

دغه هیئت له سیمه ییزو مسؤلینو سره ناسته جوړه کړه او د تخنیکي هیئت د مسؤلیتونو په اړه هغوی ته معلومات وړاندې کړل.

دغه راز یاد هیئت د سیمه ییزو مسؤلینو په ملتیا ځینې برخې چې د ښاروالې او د کرنې ادارو ترمنځ شخړې لاندې دي له نږدې بررسي کړې.

یاد شوي هیئت اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې تر شخړې لاندې او په کرنیزو ځمکو تبدیلې شوې ساحې بررسي او تثبیت کړي او کره ارقام دغه هیئت ته وړاندې کړي.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS