د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستي جوړیدل

hayat_admin
Thu, Jun 15 2023 12:47 PM
.

د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۵ نېته د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د تلاشۍ په چوک کې د دوکانونو پر وړاندې د غرفو جوړولو موضوع بررسي او پریکړه وشوه چې د امارت د قضایاو آمریت موضوع بررسي کړي.

په دغې ناسته کې، سرخ دیوال ساحه کې د یو بل شخص د موضوع راپور هم تأیید او پریکړه وشوه چې دغه راپور مرکزي کمېسیون ته واستول شي. د بینګاه ساحې په امارتي ځمکو د نامسؤلو افرادو د کار په اړه پریکړه وشوه چې اړونده حوزه د دغو افرادو د کار مخنیوی وکړي.

په دغې ناسته کې، د کامې ولسوالۍ د ګرداب ساحې د ځمکو په اړه چې په قرارداد ورکړل شوې پریکړه وشوه چې له مرکزي کمېسیون څخه دغې برخه کې لارښوونه وغوښتل شي او د کوزکنړ ولسوالۍ د کاشکوت په یوې بلې ساحه کې چې په قرار داد ورکړل شوې او خلک د نوموړي د قراردادي د کار مخنیوی کوي، پریکړه وشوه چې د دغې ساحې اوسیدونکي جلب شي او له هغوی څخه سندونه وغوښتل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS