د بادغیس او فاریاب ولایتونو ترمنځ له مرزې ساحې څخه د فاریاب ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
Wed, Jun 14 2023 2:04 PM
.

د فاریاب ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس اوغړو، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د بادغیس او فاریاب ولایتونو ترمنځ د سرحد د تشخیص او تثبیت او دواړو ولایتونو د قومونو ترمنځ پر څړځایونود شخړې د حل  په منظور مادر نائب غره ساحې ته سفر وکړ او لیدنه یې ورڅخه وکړه.

په دغه سفر کې، د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د یادو اوسیدونکو او د قومونو له مشرانو سره له کتنې څخه وروسته، د عامه څړځایونو په تړاو د امیرالمؤمنین حفظه الله حکمونه او فرمانونه هغوی ته بیان کړل او د افغانستان د ټولو قومونو او په ځانګړې توګه د مادر نائب غره اوسیدونکو قومونو ترمنځ د سولې او ورورګلوۍ فضا رامنځته کیدلو په اړه خبرې وکړې.

دغه هيئت پریکړه وکړه چې دغو دواړو ولایتونو ترمنځ د مرزي پولې تشخیص او تثبیت پورې، هیڅوک حق نه لري چې د ساحې په عامه څړځای کې د مالونو څرولو مخنیوی وکړي.

دوه یمه ورځ، یاد شوي ساحې بررسي شوې او د کدستر ټیم د جی. پی. اس.  په واسطه مشخصه شوه چې تر شخړې لاندې ساحه ده د فاریاب ولایت اړوند.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS