فراه ولایت کې لسګونه جریبه امارتي ځمکه تشخیص او تثبیت شوه

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د تېرې اوونۍ د دوو کاري ورځو په ترڅ کې د یاد ولایت ګلستان ولسوالۍ ته سفر کړی او د امارتي ځمکو د تشخیص او تثبیت په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.
هیئت د یادې ولسوالۍ بند نوی او ګزیستان ساحو ته ولاړ او ۳۵۹۰۰ جریبه امارتي ځمکه چې شاړه پاتې وه، تثبیت او تشخیص کړه.
په همدې توګه هیئت ۱۰۳۶۵ جریبه نوره ځمکه چې د افرادو او اشخاصو او د تخنیکي هیئت تر شخړې لاندې وه، تثبیت او تشخیص کړه او هغو افرادو او اشخصو ته چې ځمکې یې خپل شخصي ملکیتونه بلل، استعلامونه وویشل.