د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د هیئت غړي د یاد ولایت نوي ښاروال ته چې د دغه هیئت غړیتوب لري، وروپېژندل شول او د ځمکو د غصب د مخنیوي مقررې په اړه هم نوموړي ته معلومات ورکړل شول. د دغه هیئت د تېرې اوونې اجراآت او لاسته راوړنې او د هغو پایلې دغې غونډې کې وړاندې شول.
تخنیکي هیئت د زعفران خیل قوم له استازو سره وکتل او هم یې د هغو په تصرف کې له ځمکو څخه لیدنه وکړه.
دغه راز یاد شوي هیئت د زرمت ولسوالۍ د قومونو استازو ته هم استعلامونه وویشل او تخنیکي هیئت ته یو شمېر نور استول شوي سندونه او دوسیې هم مطالعه او بررسي کړل.