پروان ولایت کې څه باندې ۳۲۰۰۰ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوې ده

hayat_admin
Tue, Jun 06 2023 2:43 PM
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې د میاشت په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د فعالیتونو راپور ورکولو ناسته د دغه ولایت له والي سره جوړه کړه.

په دغې ناسته کې چې د پروان والي په مشرۍ جوړه شوه، تخنیکي هیئت خپل کاري راپور نوموړي ته وړاندې کړ. د وړاندې شوي راپور پر اساس، د دغه هیئت د کار له پیل څخه تر دې دمه  ۳۲۲۴۸.۳۵۵ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوې او  ۱۶۱.۰۷۷ جریب نور ځمکه هم استرداد شوې ده.

یاد شوي هیئت په بګرام ولسوالۍ، شیخ علي ولسوالۍ او د دغه ولایت د مرکز اړوند په احمد شاه مسعود ښارګوټي کې اجراآت او بررسۍ ترسره کړي او د اشخاصو  له خوا د امارتي ځمکو ناقانونه پلورل یې هم په ګوته کړي دي او په ځینو ساحو کې ناقانونه تاسیسات يې هم ویجاړ کړي دي.

په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د ځمکو د غصب مخنیوي په برخه کې پر لازیاتو هڅو ټینګار وکړ او د ناستې په پای کې د پروان والي له دغه هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS