د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د شیرازي بابا زیارت د ملکیت په اړه پریکړه وشوه چې د حج او اوقاف او ټولګټو ریاستونو ته استعلام ورکړل شي.
په دغې ناسته کې د سلطان خیل او آبدرې موضوعاتو په اړه پریکړه وشوه چې د اراضۍ ادارې ته لیک ورکړل شي او یاده شوې موضوع په دقیق ډول بررسي شي او په همدې توګه د هغو موضوعاتو په اړه چې امارتي ادارو ترمنځ پرې دعوا ده، پریکړه وشوه چې له مرکزي کمېسیون څخه لارښوونه وغوښتل شي.
په یادې ناسته کې د انبوخاک ښوونځي او د کادستر ۶۴۰ ټوټې په اړه پریکړه وشوه چې د یادې امارتي قطعې متصرفین جلب شي او هغوی ته استعلام وویشل شي او دایمیرداد او د سید آباد ولسواليو سپینو او دښتو ساحو بررسۍ له پاره هم جلا ټیمونه تعیین شول.