د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالۍ له مقاماتو سره د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د همغږۍ ناستې جوړیدل

hayat_admin
Mon, Jun 05 2023 10:54 AM
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۱ نېټه د چهار شنبې په ورځ د دغه ریاست پلان شویو موخو د پلي کیدلو په منظور، د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالۍ له مقاماتو سره د هغمږۍ ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې، د چهار آسیاب ولسوال مولوي محمد قاسم ثاقب، د محکمې قاضي او مفتي، د حقوقو استازي، امنیه قوماندان، د استخباراتو، د دعوت او ارشاد، د حج او اوقافو، د ښوونې، د کرنې او اراضۍ، د کلیو د چارو او د نورو سیمه ییزو ادارو مسؤلینو حضور درلود.

په دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د چهار آسیاب ولسوالۍ د محکمې له قاضي څخه یې حقوقي مرستندویانو سره د مرستې په خاطر مننه او قدرداني څرګنده کړه. نوموړي وویل چې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د رامنځته کیدلو فلسفه د ټولنې کړیدلې، فقیر او بې وزله وګړو سره کمک او مرسته ده او دغه مرسته شکمن، تورن، محکوم علیه او بې وزله مجني علیه څخه د وړیا دفاع وکالت او حقوقي پوهاوی ورکولو له لارې، عملي کیږي.

د چهار آسیاب ولسوال د حقوقي مرستو ریاست له برنامو او کاري بهیر څخه ملاتړ وکړ، ویې ویل چې اسلامي امارت د تېر نظام پر خلاف خپله موخه د ټولنې ضعیفه پوړ سره د مرستې او آسانتیاو رامنځ ته کول ټاکلې ده. نوموړي د دغې لسوالۍ د سیمه ییزو ادارو په استازیتوب  د دغه ریاست د کاري برنامو پلي کولو په غرض د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS