د نورستان ولایت له مشرانو او مخورو سره د عدلیې وزارت د سرپرست کتنه

hayat_admin
Sun, Jun 04 2023 12:22 PM
.

د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۴ نېټه د شنبې په ورځ د نورستان ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره د یاد وزارت په مقر کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې، د امارت د قضایاو لوی رئیس مولوي احسان الله وثیق، د تقنین لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده، د قوانینو د طرحې پروژې شیوخو او د نورستان ولایت ۲۰ تنو مشرانو او مخورو ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې، د نورستان ولایت مشرانو او مخورو د نورستان ولایت د څړځایونو او مالچرونو په اړه خبرې کړې، د یاد ولایت د اوسیدونکو ستونزې او غوښتنې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له رئیس سره شریکې کړې او د یاد ولایت جغرافیایي موقعیت په اړه یې د دغه کمېسیون رئیس ته معلومات وړاندې کړل.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د نورستان ولایت تخنیکي هیئت رئیس ته لارښوونه وکړه چې د نورستان ولایت د خلکو په همغږۍ هدیرې، جومات، روغتون او د خلکو نورو ضروري اړتیاو له پاره مناسبه ځمکه مشخصه کړي.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس د نورستان ولایت مشرانو او مخورو ته وویل چې د اسلامي امارت مقامات او مشرتابه د خلکو د غربت، مسکن او نفقې په فکر کې دي او هڅه کوي چې د خلکو ضرورتونه په غوره توګه حل کړي. نوموړي ژمنه وکړه چې د هدیرې، جومات، روغتون او د یاد ولایت د اوسیدونکو د نورو اړتیا له پاره به د ځای په تعیین کې له هیڅ ډول همکارۍ څخه ډډه و نه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS