د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت له خوا د پکتیکا او غزني ولایتونو ترمنځ سرحدي پولي مشخصې شوې

hayat_admin
Sat, Jun 03 2023 1:32 PM
.

د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د پکتیکا او غزني ولایتونو ترمنځ د حد فاصل د تعیین په منظور د دواړو ولایتونو سرحدي سیمو ته ولاړ او دغې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

هیئت د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اړوند له کلالګو ساحې څخه کار پیل کړ چې د دغه ولایت د متاخان ولسوالۍ او د غزني ده یک ترمنځ سرحد دی.

هیئت د دواړو ولایتونو په بېلابېلو کلیو کې سرحدي کرښې تعیین کړې چې دواړو ولایتونو ترمنځ وروستۍ سرحدي کرښه د سردي بند په ساحه کې ده.

هیئت د قومونو ترمنځ د شخړې لاندې ساحې وموندلې. د دواړو ولایتونو ترمنځ وروستۍ حد فاصل خربین کلي سبحان هدیره وه چې دواړو لورو ترمنځ هیڅ راز شخړه نه وه.

د غزني ګیرو ولسوالۍ په دیسي کلي کې ځینې ځمکې د یاد کلي او د میست د قومونو ترمنځ پرې شخړه ده او هیئت له دواړو لورو څخه سندونه وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS