د سمنګان ولایت له دارالوکالو څخه نظارت او بررسي

hayat_admin
Wed, May 31 2023 2:12 PM
.

د سمنګان ولایت د عدليې ریاست مؤظف هیئت، د عدلیې رئیس الحاج قاري فراح الدین محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د حقوقي مرستو د آمریت د مسؤلینو په غړیتوب د ذوالقعدې میاشتې په ۹ نېټه د دوشنبې په ورځ، دغه ولایت کې له دارالوکالو څخه کنټرول او نظارت ترسره کړ.

یاد شوي هیئت په دغه ولایت کې د اتو دارالوکالو له مسؤلینو سره له نږدې وکتل او د هغوی په کاري چارو کې یو لړ تشې او نیمګړتیاوې له دې جملې څخه په یو شمېر د هغو کې د لوحو نه شتون، د مقاولاتو او عوایدو په کتاب کې د قضیو نه ثبتیدل، د هغو په یو دفتر کې د عوایدو د کتاب نه شتون، دارالوکاله کې د عریضه لیکنې فعالیت، د جزائي فورم نه شتون او د عوایدو په کتاب کې د صورت دعوا او دفع دعوا نه ثبتیدل په ګوته او هغوی ته یې خبر داری ورکړ.

د یاد شوي هیئت رئیس او غړو په دغو برخو کې لازمې توصیې وکړې او ټینګار یې وکړ چې شته تشې او نیمګړتیاوي اصلاح کړي او د مدافع وکیلانو د انسجام د کړنلارې په چوکاټ کې خپل فعالیت ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS