د کندهار ولایت له تخنیکي هیئت او سیمه ییزو مسؤلینو سره د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sun, May 28 2023 11:26 AM
.

د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او د یاد کمېسیون غړو د ذوالقعدې میاشتې په ۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د کندهار ولایت له والي او د یاد ولایت له نورو سیمه ییزو مقاماتو سره وکتل.

په دغې ناسته کې چې د کندهار ولایت امنیه قوماندان او د دغه ولایت د سیمه ییزو ادارو نورو رئیسانو حضور درلود، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد او له دغه کمېسیون او تخنیکي هیئت سره د سیمه ییزو ادارو د همکارۍ په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

د عدليې وزارت سرپرست په دغې ناسته کې وویل چې د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد یو معمولي مسوولیت نه دی بلکه هغه یو عبادت ګڼم؛ ځکه چې دغه کار له بیت المال څخه ساتنه ده. نوموړي په دغه بیان سره چې د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د هیواد لپاره خورا لوړ اقتصادي او سیاسي اړخ هم لري، د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ته لارښوونه وکړه چې په دغې برخه کې جدي پاملرنه ولري. نوموړي د سیمه ییزو ادارو له نورو مسوولینو څخه هم وغوښتل چې د کارونو د پرمختګ په منظور، له کمېسیون او تخنیکي هیئت سره همکاري وکړي.

په دغې ناسته کې د کمېسیون نورو غړو، تخنیکي هیئت او سیمه ییزو مسوولینو هم خبرې وکړې او د کمېسیون د فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې خپل نظرونه شریک کړل او له کمېسیون سره د ټولو ادارو په همکارۍ یې ټینګار وکړ.

په دغې ناسته کې د کندهار والي هم خبرې وکړې او له غاصبینو څخه د بیت المال استرداد یې یو شرعي امر وباله. نوموړي د کمېسیون مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې د ولایت د مقام سربېره، د دغه ولایت ټولو ملکي او نظامي ادارو له کمېسیون سره هر اړخیزې همکارۍ ساتلي او په کارونو کې یې مداخله نه کوي.

په یاده ناسته کې یو لړ نور لازم تصمیمونه هم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS