د پروان ولایت له شیخ علي ولسوالۍ څخه د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت لیدنه
د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې میاشت په ۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ شیخ علي ولسوالۍ ته ولاړ او د کوچیانو او سیمه ییزو خلکو تر شخړې لاندې ځمکه یې بررسي کړه.
یاد هیئت د شیخ علي ولسوالۍ له مسوولینو سره هم وکتل او مساحت، حدوت، ډول، کیفیت او د ځمکې متصرفین یې هم مشخص کړل