د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, May 25 2023 12:45 PM
.

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۴ نېټه د چهار شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د میرمنې دښتې او د جغرات کاریز (میهن ښارګوټی) د املاکو راپورونه چې بشپړ شوي، د تایید وړ وګرځیدل او ټاکل شوې چې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په دغې ناسته کې، ګازرګاه شریف دښته کې د استخباراتو ریاست او یو شمېر افرادو ترمنځ موضوع بررسي شوه او د استخباراتو استازي لازم معلومات وړاندې کړل. دغه راز پشتون زرغون ولسوالۍ کې د حبلان کاریز موضوع وروستۍ شوه او پریکړه وشوه چې راپور یې اړونده مرجع ته واستول شي.

په دغې ناسته کې، د پهلوان پیري ساحې راپور بحث او بررسۍ لاندې ونیول شو او پریکړه وشوه چې نیمګړتیاوي یې بشپړې شي او د یو شمېر نورو ساحو په اړه هم پریکړه وشوه چې هیئت له نقشې او املاکي سندونه سره ساحې ته ولاړ شي او هغه ساحات هر اړخیز ډول بررسي کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS