د ملکي خدمتونو له قوانینو او مقرراتو څخه د نظارت او کنترول کمېسیون د زابل ولایت له عدليې ریاست څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
Tue, May 23 2023 2:56 PM
.

د ملکي خدمتونو له قوانینو او مقرراتو څخه د نظارت او کنترول کمېسیون چې د زابل ولایت د مشرتابه مقام له خوا تعیین شوی د دغه ولایت له عدليې ریاست څخه لیدنه وکړه.

دغه کمېسیون چې په ترکیب کې یې د ولایت د مقام د بشري سرچینو رئیس، د کار او ټولنیزو چارو رئیس، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر او څو تنه مسلکي کارکوونکي په کې شامل دي، له عدليې ریاست څخه لیدنه وکړه او د تېر کال راپورونه، تشکیل، تش بستونه، کاري رژیم، د کارکوونکو حاضري، ستونزې او نورې چارې یې و ارزولې.

یاد کمېسیون د دغه ریاست له کړنو او خدمتونو او له دې امله چې د مراجعینو ستنونزو ته يې په وخت رسیدګي شوي او ورسپارل شوې چارې یې په ښې توګه روانې دي، خوښي څرګنده کړه.

د زابل ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل د دغه ریاست د لیدنې له امله له یاد کمېسیون څخه مننه وکړه.

د دغې لیدنې په ترڅ کې، د عدلیې ریاست مسوولینو دوسیو ته د رسیدګۍ، د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد، د معاملاتو لارښوونو، د عریضې لیکوونکو او موټرپلورنځیو ته د جوازلیک د ویشلو او نورو مواردو په برخه کې د دغه ریاست د تېر کال د کړنو راپور له یاد کمېسیون سره شریک کړ.

یاد شوي کمېسیون د عدليې ریاست مسوولینو ته له لایحې او کړنلارې سره سم د ورسپارل شویو چارو ترسره کولو، د امارت د قضایاو اړوند دوسیې ته د ښې رسیدګۍ، حاضرۍ ته د پابندۍ، او خدمتي کارکوونکو ته او د اضافه کاري د حاضرۍ ترتیب، د حاضرۍ د شفاف راپو د ترتیب، د تشو بستونو اعلانولو او نورو برخو کې لازمۍ توصیې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS