زابل ولایت کې ۴۰ جریبه ځمکه استرداد شوه
د زابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشتې په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د شخصي او امارتي ځمکو د ۹ دوسیو په تړاو په کې بحث او خبرې وشوې.
په همدې توګه یاد شوي هیئت د ذوالقعدې میاشت په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د قلات په مرکز کې بېلابېلو ساحو ته ولاړ او غصب شویو ځمکو کې یې روان کارونه ودرول او خلکو ته یې پوهاوی ورکړ.
یاد شوي هیئت وړاندې غاصبینو ته خبر ورکړی وو چې خپل سندونه وړاندې کړي خو هغوی د سندونو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه او هیئت هم د قلات په جنوب لویدیز او شمال لویدیځ کې د ۴۰ جریبو په شمول غصب شوې ځمکې استرداد کړي او په خپل سر ډول جوړ شوي تاسیسات يې په کې ویجاړ کړل.
