د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د عینو مېنې د ښارګوټي د روانو کارونو په اړه معلومات وړاندې شول او د تخنیکي هیئت تېرې کړنې هم بررسي شوې.
دغه راز په یاده ناسته کې د سوداګرو او د عینو مېنې د اوسیدونکو د ستونزو، ځانګړې محکمې ته د دوسیو د استولو، سپین بولدک ولسوالۍ کې د ښاروالۍ د استملاک، د عینو مېنې د هغو دوسیو بررسي چې په بېلابېلو ادارو کې موجودې دي او د ځینو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
