د پنجشیر ولایت د ځکمو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, May 18 2023 12:17 PM
.

د پنجشیر ولایت د ځکمو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ملکان کلي د ستونزو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې، د شتل ولسوالۍ د غصب شویو ځمکو په اړه چې وړاندې د هیئت لخوا بررسي شوي او غاصبینو یې و نه شو کولی شرعي سندونه وړاندې کړي، پریکړه وشوه چې دغه ځمکه «شبه امارتي» ده.

په دغې ناسته کې، د پنجشیر د مرکز د پاراخ کلي د اوسیدونکو او د حج او اوقافو ریاست دوسیه هم بررسي شوه او پریکړه وشوه چې ساحه د تخنیکي ټیم لخوا سکيچ شي او په هغه صورت کې چې وقفي وي، هغه افراد چې ورځني ګټه پورته کوي، یاد ریاست ته کرایه ورکړي.

دغه راز، د ۲ نورو حقوقي دوسیو په اړه پریکړه وشوه چې دوسیې د راتلونکو اجراآتو له پاره اړونده مرجع ته واستول شي. یو شخص ته د استعلام د ویشلو، عنابې ولسوالۍ ته د تخنیکي هیئت د سفر او د غصب شویو ځمکو د تثبیت څنګه والي په اړه هم بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS