د کنړ ولایت د تخنیکي هیئت د ناستو جوړیدل او عملي اقدامات
د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د دریو کاري ورځو په ترڅ کې خپلې ناستې جوړې کړې او هم یې په دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه.
د دغه تخنیکي هیئت غړو د ۹۶۴ قطعې اړوند د یوې اندازې ځمکې د تطبیق په منظور د لیچګلي ساحې ته ولاړ او د هغې سندونه یې تطبیق کړل.
دغه راز یاد شوي هیئت د ۴۶ غاصبینو د کورونو او ځمکو مشخصات واخېستل او د دغې قطعې پولې یې مشخصې کړې.
د تخنیکي هیئت د غړو دوه ټیمونه د ۱۵ غاصبینو د کورونو د مشخصاتو اخیستلو او بررسۍ په منظور، ۸۶۴ کادسترې قطعې ته ولاړل او د دیادو ځمکو مشخصې یې تشخیص او تفکیک کړې او هم یې د متصرفینو او غاصبینو شهرتونه واخیستل.
