د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
Thu, May 11 2023 12:08 PM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت د قرغه يي ولسوالۍ له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وکړه او د یو شمېر متصرفینو سندونو ته يې له ساحې سره مطابقت ورکړ.

هيئت د زرغونډۍ په نوم د تاریخي آبدې د ځمکې په اړه چې دهزیارت خلکو لخوا غصب شوې بحث وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي ته یې لازمې لارښوونې وکړي.

.

په دغې ناسته کې، یو ګډ پلاوی هم تعیین شو ترڅو د لغمان د مرکز په ختیځ شهرنو کې د پارک او استوګنې نمرې د دوو تنو ترمنځ شخړه حل کړي او مدعی بها ځمکه تثبیت او تشخیص کړي.

یاد هیئت له غونډې څخه وروسته قرغه يي ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یو شخص اړوند د لوړپوړیزې ودانې او شنې ساحې ځمکه تثبیت او تشخیص کړه او دغه شخص ته یې لازمې لارښوونې وکړې. وروسته هیئت د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم  په ساحه کې د متصرفینو د سندونو د تطبیق په منظور د دغې ولسوالۍ سرخکان او کاکڅ ساحو ته ولاړ او په سرخکان کې د ۱۷۵ جریبه امارتي ځمکه متصرفین او کاکڅ کې د ۲۸۰.۱۲ جریبه ځمکې متصرفین یې وغوښتل او له هغوی څخه یې شرعي او قانوني سندونه وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS