د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, May 09 2023 1:17 PM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه چې د مرکزي کمېسیون څخه ترلاسه شوې دوسیې په کې بررسي شوې او د حج او اوقافو رئیس ته دنده وسپارل شوه چې د موظف ټیم په همکارۍ د یادې ساحې څېړنې او اصولي سندونه بشپړ کړي او د راپور په ترڅ کې یې تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.

په دغې ناسته کې، د سه شنبې، کوکلداش، منګوتي، د شام اشرف پروژې، د افغانګاز تصدۍ، جګدلیک، پمپ خانې، آلتي خواجه په کلیو کې د غصب شویو امارتي ځمکو او د خواجه دوکو، قوشتپه ولسوالیو او د دغه ولایت د مرکز ترمنځ د عامه مرعی ځمکو د  بررسۍ، کروکي، مساحت د اصولي او  شرعي سندونو د راټولولو په تړاو د موظف شویو تیمونو راپورنه وړاندې او بررسۍ شول.

د وړاندې شویو راپورونو پر اساس د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم د پمپ خانې او د افغانګاز تصدۍ په ساحو کې څېړنې او بررسۍ بشپړې شوي او راپور یې ډیر ژر د وروستي تصمیم نیونې په غرض مرکزي کمېسیون ته استول کیږي او پاتې یادو شویو ساحو کې څېړنې په بشپړ جدیت سره دوام لري.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS