د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت هم په چمتال ولسوالۍ کې له یوې ساحې څخه لیدنه وکړه.
تخنیکي هیئت د چمتال ولسوالۍ له اوسیدونکو سره وکتل او له هغوی سره یې د یو شمېر خلکو په اړه چې پر ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه چې غنم په کې کرل شوي د څارویو د څرولو له کبله، توقیف کې دي خبرې وکړې. یادو اوسیدونکو د هغو افردو تضمین وکړ چې توقیف کې دي او هیئت د هغوی د آزادولو په برخه کې اقدام وکړ.
تخنیکي هیئت د چمتال ولسوالۍ د ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکې په تړاو چې د یو شخص په اجاره کې ده د امنیه قوماندانۍ د اجراآتو په اړه خبرې وکړې او وروسته امنیه قوماندانۍ ته ولاړ او له نوي امنیه قوماندان سره یې د تخنیکي هیئت د مسوولیتونو، موخو او صلاحیتونو په اړه خبرې وکړې. په دغې لیدنه کې امنیه قوماندان له تخنیکي هیئت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
یاد هیئت چمتال ولسوالۍ ته ولاړ او ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه چې د یو شخص په اجاره کې ده له نږدې څخه ولیدله او بررسي کړه. هیئت د سیمې خلک پوه کړل چې د تخنیکي هیئت تصمیمونه ته درناوی وکړي او د امارتي ځمکو مستاجرینو ته ستونزې رامنځ ته نه کړي.