د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ د موټرو له پلورنځیو څخه لیدنه او نظارت وشو
د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر مولوي نقیب الله او د یاد ولایت د موټرو د اتحاديې رئیس حاجي باز محمد د شوال میاشت په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د موټرو له پلورنځیو او د عریضي د لیکوونکو څخه د لیدنې او نظارت په منظور سید کرم ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې، د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر د یادې ولسوالۍ د ولسوال له مرستیال مولوي ابوبکر سره وکتل او د یادې ولسوالۍ د ځینو موټر پلورنځیو او عریضې لیکوونکو او د دوشنبې بازار د نیمګړتیاو او قانوني فعالیتونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د سید کرم ولسوالۍ مرستیال ژمنه وکړه چې د موټرو د پلورنځیو او د عریضې د لیکوونکو د فعالیتونو څخه د نظارت او کنټرول په برخه کې به د انسجام له مدیریت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ورپسې د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د انسجام مدیر، د سید کرم ولسوالۍ ښاروال او د موټر پلورنځیو د اتحادیې رئیس د یادې ولسوالۍ د موټرو له پلورنځیو او د عریضې د لیکوونکو له فعالیتونو څخه لیدنه او نظارت وکړ چې پایله کې د موټر یوه پلورنځۍ د غیرقانوني فعالیت په دلیل وتړل شوه. دغه د موټرو پلورنځۍ د قانوني فعالیت د پړاونو بشپړولو پورې به تړلې وې او د فعالیت اجازه به و نه لري.