د حقوقو آمریت د کنړ ولایت له عدلیې ریاست څخه د یاد ولایت د استیناف محکمې ریاست ته انتقال شو
د افغانستان د اسلامي امارت د محترم مشرتابه د حکم پر اساس د حقوقو لوی ریاست او ولایتونو کې اړوند ټول آمریتونه له عدلیې وزارت څخه سترې محکمې انتقال کړی خو د کنړ ولایت فزیکي انتقال د ځینو ستونزو له امله ځنډیدلی وو.
یاد آمریت، د ۱۴۴۴ کال د روژې د میاشت په ۱۷ نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، په رسمي ډول د کنړ ولایت له عدليې ریاست څخه د یاد ولایت د استیناف محکمې ریاست ته انتقال شو.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت کې د کنړ ولایت د استیناف محکمې ریاست کې جوړ شوي وو د عدليې رئیس مفتي عبدالستار حماس، د استیناف محکمې رئیس مولوي عزیزالرحمن یاسر او د دغه ولایت د شهري محکمې رئیس مولوي محمد ایوب قلم ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې، د استیناف محکمې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د یاد آمریت له کارکوونکو او مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د تل په څېر خپلو مسوولیتونو ته متوجې اوسي او په ښه شکل یې ترسره کړي او د اسلامي امارت نظام او د افغانستان خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.
د استیناف محکمې رئیس او د ښاري محکمې رئیس د حقوقو له آمریت سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې د عدلیې رئیس هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د تقدیرنامو په ويشلو سره یې د حقوقو آمریت د کارکوونکو غوره خدمتونه وستایل.
