د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۲ نېټه د دوشنبې په ورځ جوړه شوه.
په دغې ناسته کې د تېرې اوونۍ د ترسره شویو کارونو راپور په کې وړاندې شو او راتلونکې اوونۍ له پاره کاري پلان جوړ شو.
دغه راز هیئت په غلګۍ ساحه کې د دریو استوګنو قومونو له استازو سره وکتل او هغوی ته یې معلوماتي استعلام ورکړ.
