د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د بابوس ساحې له دښتو څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
Mon, Apr 03 2023 12:26 PM
.

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د مرکز اړوند د بابوس د دښتو له ساحې څخه لیدنه وکړه او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې یو لړ اقدامات ترسره کړل.

تخنیکي هیئت د پل علم ښار اړوند بابوس ساحې ته ولاړ او د شامُکم، ډاک کلا، پروا او میروال دښتو ساحې یې له نږدې څخه ولیدلې.

یادې دښتې د یو شمېر خلکو لخوا په غیر قانوني ډول غصب شوي او په خپلسر ډول کارونه په کې پیل شوي دي. تخنیکي هیئت دغې دښته کې کار او تصرفات د هغې د ځمکو تر تثبیت پورې ودرول او د څا کیندلو په موخه درول شوې برمې یې ویجاړې کړې.

 هیئت د یادو سیمو له قومي مشرانو او اوسیدونکو سره وکتل او د امارتي ځمکو د غصب په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې. هیئت هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د غصب شویو ځمکو په تثبیت کې له هیئت سره همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS