د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, Apr 03 2023 12:00 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۱ نېټه د یکشنبې په ورځ ، د هیئت د رئیس او غړو او ددغه ولایت د ټولو ولسوالیو د کرنې مدیرانو په حضور سره جوړه او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په کې بحث وشو.

په دغې ناسته کې د اجارې ورکولو تصویب او نافذ شوې کړنلاره، د ځمکو بانک کې د استرداد شویو ځمکو ثبت او د استرداد شویو ځمکو د اجارې ورکول بحث لاندې ونیول شو او د کرنې مدیرانو ته پوهاوي ورکړل شو او هغوی خپلو مسوولیتونو ته متوجې کړل شول.

د ولسوالیو  د کرنې مدیرانو هم یو شمېر ننګونې او ابهامات بیان کړل او پریکړه وشوه چې له مرکزي کمېسیون څخه په دغې برخه کې لارښوونه وغوښتل شي.

په دغې ناسته کې د قلعه ذال په حلقه کول کې د ۸۷۵ جریبه ځمکې د یو ټوک دوسیې په اړه چې د ولسوالۍ محکمې هغه امارتي تثبیت کړې او د سترې محکمې له لوري هیئت ته راجع شوې، بحث او بررسي وشوه او لازم تصمیمونه ونیول شول.

په همدې توګه د امام صاحب د ولسوالۍ په حلقه کول کې د ۷۵ جریبه ځمکې اجارې ورکولو په اړه چې امارتي تثبیت شوې بحث وکړ. د یادې ځمکې غیر شرعي متصرف د ځمکې اجارې اخیستلو له پاره تیار دی او هیئت دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS