د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
Thu, Mar 30 2023 8:49 AM
.

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رئيس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د خواجه معروف ساحې له اوسیدونکو او د بدخشان له امنیه قوماندان سره کتنه او خبرې وشوې.

یاد هیئت د خواجه معروف ساحې له اوسیدونکو سره وکتل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د حج او اوقاف ریاست اړوند پر ۱۱۷ جریبه ځمکه چې وړاندې تثبیت شوې وه د استوګنې د کورونو د تخلیې په برخه کې، همکاري وکړي. هغوی د ساحې کره بررسۍ له پاره او دا چې د هدیرې پر ځمکه څومره کورونه جوړ شوي، د یو بل ټیم د توظیف کیدلو غوښتونکي شول.

یاد شوي هیئت یو ټیم توظیف کړ ترڅو د هدیرې پر ځمکه جوړ شوي کورونه تثبیت کړي او خپل راپور هیئت ته وړاندې کړي.

دغه راز هیئت د بدخشان له امنیه قوماندان سره وکتل او له نوموړي سره یې د ځانګړې قطعې د تشکیل او د تخنیکي هیئت د امنیت د لازیات تامین په برخه کې خبرې وکړې.

ددغه ولایت امنيه قوماندان د همکارۍ ژمنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته يې لارښوونه وکړه چې له ریزرف قعطعې څخه یو ډلګی ددغه هیئت سره د همکارۍ له پاره موظف کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS