د زابل ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Wed, Mar 29 2023 11:33 AM

د زابل ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدليې رئیس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د عدليې رئیس د موضوع په اړه خبرې وکړې او په ټاکل شوي وخت او مشخصې آجنډا د اداري ناستو پر جوړولو او د مخکنیو ناستو پر تعقیبول یې ټینګار وکړ.

په دغې ناسته کې، د عدليې رئیس ددغه ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې ورسپارل شوې دندې باید له لایحې او اصولو سره سم اجراء کړي او د اجراآتو او سفرونو راپور په خپل وخت خپور کړي. دغه راز نوموړي د کار د پایلې د معلومولو، د فرمانونو، لارښوونو او لیکوونو د تعقیب او عملي کولو، په ټاکل شوي وخت د حاضرۍ لاسلیک کولو او له تقسیم اوقات سره سم د خدماتي کارکوونکو د چارو د ترسره کولو په اړه، ددغه ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه.

دغه راز د عدلیې رئيس ددغه ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې ددغه ریاست ډیپو د هر کال په پای کې موجودي کړي. په همدې توګه نوموړي په وخت د کارکوونو ارزول، کارونو کې د سپما او نویو مقرر شویو کارکوونکو له پاره د مناسب کاري چاپېریال رامنځته کولو په تړاو لازمې توصیې وکړې.

په پای کې ددغې ناستې ګډونوالو خپل نظرونه او ستونزې مطرح کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS