د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له رئیس سره د کابل ولایت د تخنیکي هیئت کتنه

hakeem_admin
Tue, Mar 28 2023 11:47 AM

د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت له سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره ددغه وزارت په مقر کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس، د کابل ولایت د تخنیکي هیئت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واورید او ددغه هیئت کارونو ته د چټکتیا د ورکولو د څرنګوالي په اړه له هغوی سره خبرې وکړې.

دغه راز په یاده ناسته کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس، ننګرهار ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د سفر په ترڅ کې ددغه کمېسیون د فعالیتونو په اړه او ددغه ولایت د تخنیکي هیئت د فعالیتونو په اړه د کابل ولایت تخنیکي هیئت ته معلومات ورکړل.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس، کابل ولایت کې د غصب شویو ځمکو د استرداد چارو د چټکتیا په منظور د کمېسیون او ددغه ولایت د تخنیکي هیئت د ګډ کار په منظور، د تخنیکي هیئت، د ولایت د مقام، د علماو د شورا او اړوندو ارګانونو ترمنځ د ناستې په جوړولو لارښوونه وکړه.

نوموړي د کابل ولایت د تخنیکي هیئت رئيس، د امارت د قضایاو لوی رئیس او د کابل ولایت د مقام استازي ته دنده وسپارله چې د کمېسیون او د کابل ولایت د تخنیکي هیئت د کار د پیل په اړه ددغه ولایت له والي، د علماو د شورا او اړوندو ارګانونو سره غونډه جوړه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS