د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Tue, Mar 28 2023 11:16 AM
.

د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۴ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس اوغړو په حضور سره جوړه شوه او ځیني مهم موضوعات په کې بررسي شول او دغې برخه کې یو لړ لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې، ددغه ولایت د مرکز ولسوالی په لزیر کلي کې د دوو دوسیو په اړه بحث وشو او ساحه کې د تخنیکي هيئت د حضور او د هغې د بررسۍ، پریکړه وشوه.

دغه راز په یاده ناسته کې په بند بورلان ساحه کې د هیئت پر حضور او دغې ساحه کې د بازار او د صنعتي ښارګوټي د دوه قطعو ځمکو د بررسۍ پریکړه وشوه او مرکزي کمېسیون ته د مهاجرینو په ښارګوټي کې د یوې مخابراتي پايې د راپور د استولو په اړه، لازم تصمیمونه ونیول شول.

یاد شوي هیئت، سر نیلي کې د یو استوګن شخص د دوسیې په اړه چې د محکمې پریکړه یې په واک کې درلودله او د ځمکو د اساس په دفتر کې هم ځمکه د هغه په نوم قید او ثبت ده، بحث وکړ او پریکړه وشوه چې یاده شوې دوسیه حفظ کړل شي.

په دغې ناسته کې، د بغده مرده ساحې او دلدول ساحې راپور د نیمګړتیاو له بشپړولو څخه وروسته وړاندې شو او مرکزي کمېسیون ته يې د استولو په اړه پریکړه وشوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS