د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Tue, Mar 28 2023 11:03 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې د میاشت په ۴ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس اوغړو په حضور سره جوړه شوه او له بېلابېلو ادارو څخه استول شوي موضوعات او دوسیې په کې بررسي شوې.

په دغې ناسته کې، د ۲۴۷۰ جریبه ځمکې د لیږد موضوع چې مخکني نظام کې د ټاکنو کمېسیون ته لیږدول شوې وه او اسلامي امارت د کمېسیون په لغو کولو سره، دغه ځمکه د کندز د بهرنیو چارو ریاست ته د ښاروالۍ لخوا لیږدولې ده، بررسي شوه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز په یاده ناسته کې په امام صاحب، قلعه ذال او علي آباد ولسوالیو کې د ۱۵۰ جریبه ځمکې په تړاو د څلورو ټوکو دوسیو موضوع چې د سترې محکمې لخوا د اجراآتو په غرض دغه تخنیکي هیئت ته استول شوې وه، بررسۍ لاندې ونیول شوه او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز د کندزو ولایت په قلعه ذال او امام صاحب ولسوالیو کې د خوړو د ادارې د استازولۍ د غصب شویو ځمکو موضوع د اړوندې ادارې د استازې په حضور سره بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او ددغه هیئت سکرتریت ته لارښوونه وشوه ترڅو دغې برخه کې هر اړخیزې څیړنې وکړي او یاد شوي هیئت ته یې راپور وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS