دکاسي کلي له مخورو او اوسیدونکو سره د غور ولایت د تخنیکي هیئت رئیس کتنه

hayat_admin
Mon, Mar 27 2023 9:24 AM
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشت په ۳ نېټه د شنبې په ورځ ددغه ولایت د مرکز اړوند د کاسي کلي له یو شمېر اوسیدونکو سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې د یاد کلي مخورو او اوسیدونکو وویل چې هغوی له کلنو راهیسې د پنبه کار ساحې او شاوخوا للمي ځمکه خپل واک کې لري او کرکیله په کې کوي. هغوي ددغه ولایت د تخنیکي هیئت له رئیس څخه په روان کال کې ددغو ځمکو د کرلو د اجازې غوښتونکي هم شول.

د غور ولایت د تخنیکي هیئت رئیس، د غصب شویو ځمکو د تصفيې، تثبیت او استرداد بهیر ملي او د هیواد په کچه یو پروسه یاده کړه چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له فرمان سره سم په ټولو ولایتونو کې پرمخ وړل کیږي. دغه راز نوموړي د اړوند مقررې د تخنیکي هیئت او د هغه د مسوولیتونو په اړه هغوی ته معلومات وړاندې کړل.

د غور ولایت د تخنیکي هیئت رئیس ټینګار وکړ چې ددغه هیئت اجراآت د اسلامي شریعت، قوانینو او اړوندو کړنلارو په رڼا کې ترسره کیږي. نوموړي ددغو ساحو له متصرفینو څخه يې وغوښتل چې خپل د ملکیت سندونه له ویشل شویو استعلامونو سره سم دغه هیئت ته وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS