د پکتیا ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Sat, Mar 25 2023 9:08 AM

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست میاشتنۍ اداري ناسته د شعبان میاشت په ۲۸ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدليې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

دغې ناسته کې چې د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د عدليې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د تېرې یوې میاشت د لاسته راوړنو، ستونزو او د راتلونکې میاشت د پلان په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په یاده شوې ناسته کې د موجودو ستونزو له پاره د حل لارو موندلو په اړه بحث وشو او کارکوونکو خپل نظرونه وړاندې کړل. د عدلیې رئیس ډاډ ورکړ چې د کارکوونکو له نظرونو څخه به د کاري ستونوز د حل په برخه کې کار واخلي او ستونزې به حل شي.

په  دغې ناسته کې ټینګار وشو چې د اسلامي امارت د مشرتابه د مقام د حکم پر اساس، ټول امارتي کارکوونکي په دعوتونو کې له حاضریدلو څخه منع شوي او د عدليې ریاست کارکوونکي ددغه حکم په رعایتولو مکلف دي.

په یاده شوې ناسته کې خلکو ته د خدمت وړاندې کولو په برخه کې د کارکوونکو ترمنځ پر همغږۍ او د کارکوونکو ترمنځ د ستونزو په شریکولو او حاضرۍ او رسمي وختونو ته په پابندۍ هم ټینګار وشو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS