د لوګر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره ددغه ولایت د کرنې ریاست په مقر کې جوړه شوه.
په یاده شوې ناسته کې د یو لړ لازمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول. دغه راز د لوګر-کابل سیند چې د ځايي خلکو له خوا یې حریم غصب شوی، بحث او د نظرونو تبادله وشوه او پریکړه وشوه چې، له تثبیت څخه وروسته یاد سیند فراخ کړل شي ترڅو په راتلونکې کې د سیلابونو له تخریب څخه مخنیوي وشي.
دغه راز په یاده شوې ناسته کې د مرکز پل علم التمور دښتې په تړاو هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه او تېر فعالیتونه هم و ارزول شول.