د غور ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Wed, Mar 15 2023 2:19 PM
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شعبان میاشت په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د مخکنۍ ناستې موضوعات په کې مرور شول. دغې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وړاندې د ۴ انګړونو په تړاو د یو شخص ادعا بحث لاندې ونیول شوه. په پایله کې یاده شوې ځمکه د سندونو له مخې امارتي تشخیص شوه. دغه راز په سنګر کشف کې د مخابراتي آنتن په اړه تصمیم ونیول شو چې یاده شوې ساحه نښاني کړل شي.

ددغې ناستې په دوام کې د آبریز کاسي په لوېدیز کې د ځمکې په اړه تصمیم ونیول شو ترڅو د ساحې ټول متصرف اشخاص راتلونکې ناستې ته احضار کړل شي او د هغوی سندونه وغوښتل شي او د امنیې قوماندانۍ د کلوپ وړاندې د مخابراتي آنتن د ځمکې په اړه تصمیم ونیول شو چې هیئت له نږدې څخه ساحه وګوري او د نوموړي شخص سندونه راتلونکې ناستې ته وغوښتل شي او بررسي شی.

په دره قاضي کې د وړکتون د ځمکې په اړه د ښاروالۍ، ښار جوړولو او د کرنې ریاستونو وګمارل شول ترڅو ساحه مساحت او متصرف اشخاص په ګوته کړي او راپور یې راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS