د خوست ولايت د تخنيکي هيئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Tue, Mar 14 2023 2:38 PM
.

د خوست ولایت د غصب د مخنيوي د تخنيکي هيئت ناسته د شعبان میاشت په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او یاد هیئت د دغه ولایت د صبرۍ ولسوالۍ په حجرو ساحه کې د ۲۸ جريبه ځمکې په اړه د دغې ولسوالۍ د استخباراتو له مدير سره په بحث او خبرې وکړې.

.

تخنیکي هیئت په دوه ګروپونه وویشل شو او لومړی ګروپ ددغه ولایت په مرکز کې کاروان سراى او صحرا باغ ساحې ته ولاړ او په دغو ساحو کې له نويو تصرفاتو څخه خلک په کلکه منع کړل او هغوی يې راتلونکي ناستې ته وغوښتل. د یاد تخنيکي هيئت دوه یم ګروپ د مرکز اړوند لکڼو او خرڅينو ساحې له یو شمېر هغو اوسيدونکو سره چې تيره اوونۍ غوښتل شوي وو، په کرنې رياست کې وکتل.

.

تخنيکي هيئت ددغه ولایت د مرکز اړوند وچ خوړ ساحې ته ولاړ او په دغې ساحه کې يې نوي تصرفات  ویجاړ کړل او ددغې ساحې اوسیدونکو ته یې لارښوونه وکړه چې دغې ساحه کې له نوو تصرفاتو څخه ډډه وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS