پروان ولايت کي څه دپاسه ۳۶۰ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت شوه

hayat_admin
Mon, Mar 13 2023 1:56 PM
.

پروان ولايت کي د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د بګرم ولسوالۍ په خم کلان سیمه کې دوه کلیو ته ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

یاد شوي هیئت د ځمکو د ادارې او د کدستر د فني غړو په همکارۍ، دغې ساحه کې خپل بررسي د ۴۷ تنو غاصبینو پر کورونو او کرنیزو ځمکو ترسره کړې او د بررسۍ په ترڅ کې ۳۶۰.۹۹۱ جریبه ځمکه تشخيص او تثبيت کړه.

غاصبینو دغې ساحه کې د ځمکو لاندې اوبو څخه کار اخیستلی او هم یې یو اندازه ځمکه په للمي ډول کښت لاندې نیولې او یو اندازه یې هم پلورلې ده. یاد شوي هیئت، دغې ساحه کې د ځمکې له غصب څخه مخنیوی کړی او د یو کوهي کار يې هم بند کړ. دغه راز د یادې ساحې د تصفیې په منظور یې د غاصبینو جدول ترتیب کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS