د ولایتونو د عدلیي ریاستونو د کارکوونکو له پاره د ښوونیز سیمینار جوړیدل

hayat_admin
Mon, Mar 13 2023 9:52 AM
.

د اسلامي امارت د عدلې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د ولایتونو د عدليې ریاستونو آمرینو، مدیرانو او مسلکي کارکوونکو له پاره شپږ ورځنی ښوونیز سیمینار ددغه وزارت په مقر کې جوړ کړ.

دغه سیمینار د عدلیې وزارت د بشري سرچینو د ریاست د ښوونو او د ظرفیت لوړولو آمریت لخوا په لار اچول شوی او د میدان وردک، لوګر، پنجشیر، پروان، بامیان او کاپیسا ولایتونو د عدليې ریاستونو ۲۴ تنو آمرینو، مدیرانو او مسلکي کارکوونکو ونډه اخیستې او په اداري او مسلکی برخو کې ښوونیز موضوعات زده کوي.

ددغه سیمینار پرانیست غوڼده کې، د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر هم برخه اخیستې وه او د موضوع په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي ددغه سیمینار له ګډونکوونکو څخه وغوښتل چې له دغه سیمینار څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د خپلو چارو په ښه والي کې ورڅخه کار واخلي. دغه راز نوموړي ددغه سیمینار له ګډونکوونکو څخه وغوښتل چې په بشپړ صداقت او ایماندارۍ خلکو ته خدمت وکړي.

په دغه سیمینار کې د ادارې او مدیریت اساسات، د پلان د ترتیب د طرحې څرنګوالي، د عدليې وزارت پیژندنه، اداري مراسلات او د عدليې حقوقي محکمو د اجراآتو اصول نامه د شپږو ورځو په اوږدو کې تدریس کیږي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS