د فراه ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Sun, Mar 12 2023 1:23 PM
.

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شعبان میاشت په ۱۹ نېټه د شنبې په ورځ د کرنې او مالدارۍ ریاست د رئیس په مشرۍ او ددغه هیئت د غړو په حضور سره جوړه شوه او ددغه هیئت د تېرو کارونو په اړه مفصل بحث وشو.

د فراه ولایت تخنیکي هیئت د قلعه کاه د شمس کاریز په ساحه کې نوي تصرفات بند کړل او د بکواه ولسوالۍ د سیاو آغا د ساحې په اړه يې د استعلامونو ځوابونه یې ترلاسه کړل.

په همدې توګه د فراه ولایت د مرکز اړوند د خواجه احمد ساحې په تړاو چې په اړه یې یو شمېر افراد او اشخاص په خپلو کې شخړه لري بحث وشو او د شخړې دواړه لوري یې د هیئت راتلونکې غونډې ته وغوښتل.

یاد شوي هیئت د فراه ولایت د مرکز اړوند د خرمالق سیمې متصرفین چې پر مخروبه ځمکو یې تاسیسات جوړ کړي وو، د ضمانت په اخیستلو سره آزاد کړل او له هغوی څخه یې ژمنه واخیستله چې په راتلونکې کې به پر دغو ځمکو تصرف و نه لري.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS