د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه له پلاوي سره د میدان وردک ولایت د والي کتنه

hayat_admin
Sun, Mar 12 2023 11:42 AM
.

د میدان وردک ولایت والي حافظ حاجي امین جان کوچي او ورسره مل پلاوي د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۱۷ نېټه د پنجشنبې  په ورځ د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د مشرتابه له پلاوي او د اړوندې ځانګړې محکمې له غړو سره په ننګرهار ولایت کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

دغه ناسته د پنجشنبې د ماښام له لمانځه څخه وروسته، د عدليې وزارت د سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او ددغه کمېسیون د ځانګړې محکمې د غړو او د میدان ورک ولایت د عدليې رئیس، د امارت د قضایاو آمر او د نورو سیمه ییزو مقاماتو په حضور سره جوړه شوه.

دغې ناسته کې په یاد ولایت کې د ملي پراختیا د پروژې د تطبیق په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS