د سرپل ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
Sat, Mar 11 2023 2:59 PM

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شعبان میاشت په ۱۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ ددغه ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ کاریز کلي ته ولاړ او دغې ولسوالۍ کې ترشخړو لاندې یو شمېر ساحو څخه لیدنه وکړه.

دغې ولسوالۍ کې د کاریز کلي اوسیدونکو د سوزمه قلعه ولسوالۍ او د آقګبند کلي له یو شمېر اوسیدونکو سره پرځینو ساحو دعوا لري.

دغه هیئت د دعوا د لورو، د ګوسفندي ولسوالي د مسوولینو او امنیه قوماندان په حضور سره، تر شخړې لاندې ساحې له نږدې ولیدلې او دواړو لورو څخه يې د هغوی د دعوا په برخه کې سندونه وغوښتل.

د کاریز کلي اوسیدونکو یو قطعه املاکي سند هیئت ته وړاندې کړ چې یاد سند کې شپږ قطعې د څړځای ځمکه چې ۴۳۰۰۰ جریبه ځمکه په کې شامله ده او یوه برخه یې وړاندې د یو شمېر اشخاصو لخوا غصب شوې او په کارم ځمکه تبدیله شوې ده.

یاد هیئت دغه ځمکې بیاځل په څړځای تبدیلې کړې او د شخړو لورو ته يې وویل چې په کارم ځمکې د څړځای ځمکې له ویجاړولو څخه ډډه وکړي.

دغه راز یاد هیئت وویل چې، هیڅوک دغې ساحه کې د شخصي مالکیت د ادعا حق نه لري که چېرې ولري خپل قانوني سندونه او مدارک د بررسۍ له پاره هیئت ته وړاندې کړي او دغه راز د ګوسفندي ولسوالۍ مسوولینو ته هم لارښوونه وشوه چې دغې ساحه کې د اشخاصو د هر ډول غیرقانوني  تصرف مخنیوی وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS