د نورستان او پکتیا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
Thu, Mar 02 2023 9:06 AM
.

د نورستان او پکتیا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه پکې بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د نورستان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د استیناف څارنوالۍ رئیس کابل ته د خپل سفر او د کمېسیون له رئیس سره د کتنې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې ددغه کمېسیون رئیس د نورستان ولایت د تخنیکي هیئت فعالیتونه ستایلي دي او ویې ویل چې د نورستان تخنیکي هیئت باید لازیاتې هڅې او فعالیتونه وکړي.

د نورستان ولایت د تخنیکي هیئت رئیس په دغې ناسته کې ټینګار وکړ چې هیئت باید جوړه شوې مقرره خلکو ته په بشپړ ډول تشریح کړي.

.

په همدې حال کې د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، ددغه هیئت غړو د تېرې اوونۍ د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او راتلونکې له پاره کاري پلان پکې جوړ شو.

په دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې هرې ولسوالۍ کې یو پنځه کسیز ټیم جوړ شي ترڅو خلکو ته اجازه ورنه کړي چې په امارتي ځمکې کښت او یا تاسیسات جوړ کړي.

تخنیکي هیئت په څلورو کاري ګروپونو وویشل شوو ترڅو ددغه ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر او یادو شویو ولسوالیو کې پنځه کسیز ټیمونه جوړ کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS