هرات ولایت کې ۱۲۱۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او پولې يې مشخصې شوې

hayat_admin
Wed, Mar 01 2023 1:58 PM
.

د هرات ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند د چاه ګل بای، شاه غلام او یکه چاه د څړځایونو د موضوع چې طاهري، ملکي او اڅکزي قومونو تر شخړې لاندې ده. بررسۍ لاندې ونیول شوه.

 دغه ساحه وړاندې د تخنیکي هیئت د مسلکي ټیم لخوا بررسي شوې چې دوه قطعې ځمکې په ۱۴۹۲۹۲.۷۱۲ جریبه مجموعی مساحت سره په دغې ساحه کې د عامه څړځای په نوم سروي او ثبت شوې.

د یادو شویو قومونو مشران غونډې ته حاضر شوو او مشخصه شوه چې هیڅ ډول قانوني سند نه لري. هغوی ژمنه وکړه چې نور هیڅ ډول غیرقانوني تصرف نه کوي.

.

په دغې ناستې کې، د میرمنه کاریز موضوع چې ۶۰ زره جریبه ځمکه رانغاړي او وړاندې امارتي تثبیت شوه خو ځیني اشخاص پکې د مالکیت ادعا لري، بررسي شوه او د مالکیت مدعیانو ته وویل شوو چې خپل ادعا د اړوندو مراجعو له لارې تعقیب کړي.

په همدې توګه د تخنیکي هیئت مسلکي ټیم د مسلخ املاکو ساحې او مسلخ ملکیت ته ولاړ چې ۱۲۱۰ جریبه امارتي ځمکه کیږي، تثبیت او پولې يې مشخصې کړې. په دغې ځمکه کې د ځینو اشخاصو د تصرفاتو په اړه وړاندیز وشو چې دغه ځمکه به هغوی یا نورو ته به په اجاره ورکول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS