نیمروز او غزني ولایتونو کې نږدې ۱۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Tue, Feb 28 2023 3:04 PM
.

د نیمروز او غزني ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو دغو ولایتونو کې د ځینو غصب شویو ساحو په بررسۍ او لیدنې سره، نږدې ۱۶۰۰ جریبه ځمکې امارتي تثبیت کړې.

 د نیمروز ولایت تخنیکي هیئت د زرنج ښار اړوند مالداران کلي ته ولاړ او د کادستري نقشو او سندونو له بررسۍ څخه وروسته يې، ۲۹۷ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

یاد شوي هیئت د ځمکې د غصب د مخنیوي له پاره لازم تصمیمونه ونیول او مسوولینو ته يې لارښوونه وکړه چې تثبیت شوې ساحې خط اندازې کړي.

په همدې حال کې د غزني ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د خواجه عمري ولسوالۍ قلعه قربان ساحې ته ولاړ او ۱۳۰۲ جریبه ځمکه يې امارتي تثبیت کړه او د هغې له غصب څخه یې مخنیوی وکړ.

 یاده ځمکه ۴۸ کادستري قطعې اړوند ده او د خواجه عمري ولسوالۍ او د غزني ولایت د مرکز په صفري نقطې کې موقعیت لري.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS