کابل او پروان ولایتونو کې نږدې ۳۲۰۰ جریبه ځمکه تثبیت او تصفیه شوه

hayat_admin
Mon, Feb 27 2023 12:00 PM
.

د کابل او پروان ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو په دغو ولایتونو کې د غصب شویو ساحو د بررسۍ په بهیر کې نږدې ۳۲۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه په دغو ولایتونو کې تثبیت او تصفیه کړه.

د کابل ولایت تخنیکي هیئت د اتمې حوزې اړوند د نادرخان تپې ساحې ته ولاړ او ددغې ساحې د ځمکو د بررسۍ، تثبیت او تصفيې بهیر يې پيل کړ. یاده شوې تپه چې د تاریخي ارزښت او شهرت درلودونکې ده، ۵۰ ګذره لري او زرګونه کورونه پرې جوړ شوي دي.

.

یاد شوي هیئت، ۲۸۰۰ جریبه ځمکه په دغې ساحه کې امارتي تثبیت او تشخیص کړه چې ۵۶ جریبه یې هدیره ده او ۳۶۰ جریبه یې سپینه ده او پر پاتې ۲۳۸۵ جریبه یې خلکو غیر پلاني او بې سنده کورونه جوړ کړي دي.

یاد شوي هیئت ددغې ساحې د ګذر وکیلانو ته لازمې لارښوونې وکړې او ځايي خلکو هم د ځمکو په امارتي توب اعتراف وکړ. هیئت په دغې ساحه کې د ودانیو د شمېر او ارزښت د تثبیت په منظور د ګذر وکیلانو ته معلوماتي استعلامونه ورکړل.

.

په همدې حال کې د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د هیئت غړو د خپل فعالیتونو له سم مخ ته وړلو څخه ډاډ ورکړ او خپل ستونزې له دغې جملې څخه د موټر نه شتون يې یاد کړل ترڅو د کمېسیون له مقام سره شریکې کړل شي.

دغه راز یاد هیئت د کمېسیون له لیکوونو او لارښوونو سره سم د عمل ژمنه وکړه او هم یې وشو کولای چې ۳۹۰.۷۰۶ جریبه ځمکه تصفیه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS