د غور او تخار ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
Mon, Feb 27 2023 11:27 AM
.

د غور او تخار ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او هم دغو ولایتونو کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وشوه.

د غور ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د فیروز کوه ښار په توپچي کنډک کې د افغان بیسیم مخابراتي آنتن ورکوونې ساحه چې تېر نظام کې د حکومت په ګټه پریکړه شوي وه، بررسي شوو. په دغې ناسته کې د ښار جوړولو او زمیندارۍ ادارې خپل معلومات په دغې برخه کې وړاندې کړل او د یادې ساحې د دولتي ملکیتونو د اجارې ورکول تایید شوو او پریکړه وشوه چې راتلونکي ورځ به هیئت له یادو ساحو څخ لیدنه وکړي.

.

په دغې ناسته کې د ښاروالۍ دریم پلان کې شامله د شنې ساحې ۱۲ ګڼه بررسي شوه او ساحه د تخنیکي هیئت لخوا وکتل او متراژ شوه او د متصرفانو شهرت یې هم تثبیت شو.

دغ راز یاده ناسته کې د تیلو د یو ټانک د مالک ادعا او د تیلو د ټانک جنوب کې ځمکه هم بررسي شوه. ورپسې هیئت ساحې ته ولاړ او د یادې ساحې متراژ یې پیل کړ. په پایله کې مشخصه شوه چې د جنوب برخه یې د سرې میاشت ادارې اړوند ده او د هیئت مخکنۍ پریکړه تاييد شوه.

.

په همدې حال کې د تخار ولایت تخنیکي هیئت د تالقان ښار شینواري ساحې ته چې د ۲۵۰ جریبه ځمکې د تثبیت او پېژندنې پروسه په جریان کې ده، ولاړ او د سیمې له خلکو سره يې وکتل.

 ځايي خلکو د اسلامي امارت د مشرتابه له پریکړې څخه ملاتړ اعلام کړ او له تخنیکي هیئت سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS